انصار: (د وري ۵مه)، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤلان د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، دغه وزارت په تېرکال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ کسان چې په توبرکلوز د اخته ناروغانو درملنه کړې ده.
یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال ویلي، د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په وړاندې مبارزه د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته زیاته کړي.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د دې ناروغۍ په وړاندې له مبارزې ملاتړ اعلان کړی دی.
د مارچ ۲۴مه چې د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
توبرکلوز یوه ساري باکتریايي ناروغي ده چې، عمدتاً سږو ته زیان رسوي، خو کولی شي د بدن نورو برخو لکه پښتورګو، مغز، هډوکو او پوستکي ته هم خپره شي.
دا ناروغي د ټوخي، پرنجې او د ناروغ کس د خولې د څاڅکو له لارې هوا ته انتقالېږي او نور خلک یې تنفس په واسطه اخېستی شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35382