انصار: ( دکب ۱۶مه)، په بغلان کې د لسګونو ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې پروسه د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې ده.
د بغلان د پوهنې ریاست د انجینرۍ د عمومي مدیریت غړي انجنیر فضل الدین باختر آژانس ته ویلی چې د "کورني نوښت او پراختیا" موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۲۹ ښوونځیو بیارغونه او ترمیم پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دې ښوونځیو ډیری یې د پخواني رژیم د جګړو په پایله کې په جزوي ډول ویجاړ شوي یا ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري.
هغه وویل چې د ښوونځیو ترمیم او بیارغونه د بغلان د پوهنې ریاست له لومړیتوبونو څخه ده، او ویې ویل: "د پورته ذکر شویو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه به د نوي تعلیمي کال تر پیل پورې بشپړه شي."
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35097
قرأ