انصار: ( د کب ۱۴مه)، نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي.
دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.
اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان لوبې ګټلي او له افغانستان او جنوبي افریقا سره یې لوبه د باران په سبب مساوي شوې وه.
د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35065
قرأ