انصار: (د کب ۱۲ مه)، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له یکشنبې تر سه شنبې (د کب له ۱۲ تر ۱۴) د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په افغانستان کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.
همدارنګه د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.
د اعلامیې له مخې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات متصور دی.
په بیان کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35039