زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2025/03/01 - 04:28:2
زيارة: 135
مشاركة مع الـأصدقاء

ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی
 ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی

انصار: ( د کب ۱۱ مه)، امریکايي خپرونې فارن پالیسي په یوه مقاله کې ویلي چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته ستنولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه، د دې څرګندونه کوي چې هغه پر دې ډلې د فشارونو د نویو وسیلو په لټه کې دی.

د مقالې له مخې، ټرمپ غواړي د دې غوښتنو له لارې، په طالبانو کې د امریکا له لاسه وتلی نفوذ بېرته ترلاسه کړي.

په مقاله کې راغلي: «په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور، د طالبانو پر وړاندې د فشار وسیله وه، خو کله چې واشنګټن له دې هېواده ووت، نو دا امتیاز یې له لاسه ورکړ.»

د "فارن پالیسي" د راپور له مخې، متحدایالتونه له افغانستانه له وتلو وروسته، تل هڅه کړې چې پر طالبانو خپل اغېز وساتي.

په مقاله کې راغلي: «د امریکایي وسلو بېرته راګرځول ناممکن ښکاري، ځکه طالبان دا تجهیزات د امریکا د ماتې سمبول بولي او هغه خپله ارزښتناکه بریا ګڼي.»

فارن پالیسي زیاته کړې، طالبانو تر اوسه د ټرمپ وروستي غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې وه او ان داسې ښکاري چې له امریکا یې د نورو وسلو د ورکړې غوښتنه کړې وه.

ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې پر مهال، او همداراز سپینې ماڼۍ ته له بېرته راستنېدو وروسته، څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان پرېښودل، یوه ستره تېروتنه وه او امریکا باید خپلې پوځي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

تېره اوونۍ ټرمپ په یوه غونډه کې وویل: « له افغانستانه وتل، یوه وحشتناکه تېروتنه وه. چین له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډه ونیوله.»

ټرمپ یو ځل بیا پر جو بایډن انتقاد وکړ، او هغه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ناڅاپي ایستلو په خاطر ملامت کړ.

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هګست هم ویلي: «موږ به له افغانستانه د ګډوډ وتلو په اړه څېړنه وکړو او د دې عملیاتو مسوولان باید بشپړ ځواب ووایي.»

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35023






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي


د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن له دمشق وتلی او نامعلوم ځای ته تللی