انصار: (د لیندۍ ۲۸مه)، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې افغانان په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې په ورځني ډول د خپلو بنسټیزو بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.
دغه سفارت په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر او د اپارتاید ضد فعال نلسون ماندلا د خبرو پر بنسټ لیکلي، چې زده کړو، روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي او ازادیو نه د ښځو او نجونو محرومول، د دوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیرې کرن دکر هم په ځلونو د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړو نیوکې کړي او او د دوی پر ډېریو پالیسو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په افغانستان کې دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان نجونې او ښځې شدید محدودیتونه تجربه کوي.
په افغانستان دننه له زده کړو محرومې ځینې زده کوونکې او محصلینې وایي چې پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو په اړه یوازې د اندېښنو ير څرګندولو ستړې شوي او د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د بشري حقونو د بسټونو د بېړنیو او عملي اقداماتو په تمه دي.
په ورته وخت کې د نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړی بنسټ، ملاله فنډ هم چې ملاله یوسفزۍ یې مشري کوي، د دوشنبې په ورځ ( د ډسمبر په ۱۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، دوی ۸۰ فرمانونه صادر کړي چې په ټکو یې ښځې او نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۵ کال د اګسټ پر ۱۵ مه اعلان کړی و چې طالبانو په قصدي ډول په افغانستان کې یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له منځنیو زده کړو راګرځولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره لومړی له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع شوې او بیا د لوړو زده کړو دروازې یې هم پر مخ وتړل شوې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34882