زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-06-18  |  2024-12-20  |  تازه شوی په: 2024/12/20 - 07:48:5 FA | AR | PS | EN
نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟             طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي             افغان ملي لوبډله نن له زمبابوې سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي             له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی             یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی             د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟             یونسکو د غور د منار جام پر ساتنې ټینګار وکړ             د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو             قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي             د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول             د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي             افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ وګټله             د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته             افغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۵۰ منډو وګټله             اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي            

تاريخ النشر: 2024/12/17 - 04:04:3
زيارة: 190
مشاركة مع الـأصدقاء

د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟
 د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟

انصار: ( د لیندۍ ۲۷ مه)، د (IQAir) موسسې د څېړنیز راپور پر اساس، د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه د جنوبي او منځنۍ آسیا په سیمه کې متمرکز دي، چیرې چې د نړۍ ۱۰ تر ټولو ککړ ښارونه موقعیت لري.

۱-  بنګله‌دېش په هر متر مکعب ساحه کې د ۷۹.۹ مایکروګرامه معلقو ذراتو په لرلو د دې لیست په سر کې دی، چې دا ککړتیا د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټاکل شوي کالني معیار (یعني PM2.5) ۱۵ برابره ډېره ده.

۲- پاکستان په دې لیست کې په دویم ځای کې دی، چې د ککړتیا کچه یې له خوندي معیار څخه ۱۴ برابره لوړه ده. د پاکستان تر ټولو ککړ ښار لاهور دی، ورپسې فیصل اباد او بیا پېښور دی.

۳-  ورپسې، هند په درېیم ځای کې دی، چې د PM۲.۵ کچه یې له ټاکل شوي حد څخه لس برابره لوړه ده.

د نړۍ څلور تر ټولو ککړ ښارونه هم په هند کې دي چې په هغو کې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې صنعتي ښار بیګوسرای (Begusarai) تر ټولو خراب حالت لري.

تاجکستان او بورکینافاسو په ترتیب د نړۍ په ککړو هیوادونو کې څلورم او پنځم ځای لري، چې د PM۲.۵ کچه یې له خوندي معیار څخه ۹ برابره لوړه ده.

(IQAir ) موسسې د ۱۳۴ هیوادونو د هوا د وضعیت معلومات څېړلي خو په دغو هیوادونو کې افغانستان، ایران او یو شمېر نور نه دي شامل ځکه چې دغو هیوادونو د خپلې هوا د کیفیت په اړه معلومات له دې موسسې سره نه دي شریک کړي. کنې د ایران تهران او د افغانستان کابل غالباً د هوا د ککړتیا له نظره د جنوبي اسیا د هیوادونو تر ښارونو وروسته ښايي ډېر ککړ ښارونه وي.

په وروستۍ اوونۍ کې مو له کابل څخه د هوا د ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو په اړه د خلکو ګڼ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

تاند ته په کابل کې څو ډاکترانو وویل چې د هغو ناروغانو شمېر نن سبا ډېر شوی چې ناروغي یې د هوا له خرابوالي په تیره بیا دوړو او لوګي سره تړاو لري.

استرالیا، استونیا، فنلنډ، آیسلنډ، موریشیس او نیوزیلنډ هغه اووه هیوادونه دي چې توانېدلي معلقې ذرې په هر متر مکعب کې له ۵ مایکروګرامو کښته وساتي.

په راپور کې ویل شوي چې د هوا د ککړتیا مخنیوي یا په هر متر مکعب کې د معلقو ذرو کمولو ته اروپايي هیوادونو نسبتاً ډېر پام کړی او کال په کال یې وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34866






*
*

*



قرأ

کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان