زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-06-18  |  2024-12-20  |  تازه شوی په: 2024/12/20 - 07:48:5 FA | AR | PS | EN
نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟             طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي             افغان ملي لوبډله نن له زمبابوې سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي             له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی             یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی             د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟             یونسکو د غور د منار جام پر ساتنې ټینګار وکړ             د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو             قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي             د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول             د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي             افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ وګټله             د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته             افغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۵۰ منډو وګټله             اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي            

تاريخ النشر: 2024/12/14 - 04:54:0
زيارة: 211
مشاركة مع الـأصدقاء

د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته
 د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته

انصار: ( د لیندۍ ۲۴ مه) ایلان ماسک، چې شتمني یې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې له بري وروسته په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده، د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو څخه واوښته.

تراوسه په تاریخ کې د هیچا شتمني دومره حد ته نه ده رسیدلې.

د ده په شتمنۍ کې د وروستي زیاتوالي اصلي دلیل د سپیس‌ایکس خصوصي شرکت د کورنیو ونډو پلور و، چې د مسک شتمني یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره لوړه کړه. د ټیسلا ونډې هم د چهارشنبې په ورځ تر ټولو لوړ قیمت ته ورسېدې، چې د مسک شتمني یې ۴۴۷ میلیارده ډالرو ته ورسوله.

په یوه ورځ کې د ماسک شتمنۍ ۶۲.۸ میلیارده ډالره زیاته شوې، چې دا د تاریخ تر ټولو لویه ورځنۍ اضافه ګڼل کېږي.

په همدې وخت کې، د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ په لومړي ځل له ۱۰ تریلیونو ډالرو څخه واوښتې، چې دا شمېر د جرمني، جاپان، او اسټرالیا د تېر کال له ګډ ناخالص داخلي تولید سره برابر دی.

د ماسک شتمني یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱۸ میلیارده ډالره زیاته شوې ده، چې د میلیاردرو په ډله کې تر ټولو زیات ګڼل کېږي.

د ټیسلا ونډې، چې د ماسک د شتمنۍ لویه برخه جوړوي، سږ کال ۷۱٪ زیاتې شوې دي، او د چهارشنبې په ورځ یې ارزښت ۴۲۴.۷۷ ډالرو ته وخوت. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ټیسلا د ونډو تر ټولو لوړه کچه ده.

تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د بې‌چلوونکي موټرو د فعالیت د اسانولو او د مالیاتي کریډیټونو په لرې کولو سره د ټیسلا لپاره د برښنایي موټرو ملاتړ وکړي. همداراز به، ایلان ماسک د نوي حکومت په کابینه کې د یوه وزارت د کلیدي ريیس په توګه کار پیل کړي، چې دا نوی جوړ شوی وزارت د حکومت له چوکاټه بهر فعالیت کوي، خو ماسک ته به د واشنګټن پر پریکړو د مستقیم نفوذ او له سپینې ماڼۍ سره د نژدې اړیکو فرصت ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ، د سپیس‌ایکس فضایي شرکت او د دهغه پانګوالو موافقه وکړه چې د خپلو کارکوونکو د  ۱.۲۵ میلیارد ډالرو ونډې واخلي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34821






*
*

*



قرأ

په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي


افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی


په تیرو۱۰ میاشتو کی ازبکستان افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي


په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې


د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي


د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ


پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې


ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي


مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي


د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت


د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی


د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی


د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه


ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي


قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه


له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي


د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي


د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک


د ارزښت او ثبات له مخې افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان