انصار: ( دلیندی ۲۳مه) ، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، پرون (پنجشنبې) د ملګروملتو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.
فایق چې د خپلې وینا متن، نن سهار (جمعه، د لیندۍ ۲۳مه) په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په څلورم کال کې په افغانستان کې بشري بحران، ټولنیزه او سیاسي بېثباتي، او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې شوې دي.
فایق ویلي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره سره، طالبانو محدودیتونه زیات کړي، د جنسي آپارتاید چاپېریال یې تحمیل کړی او یوازې د خپلې واکمنۍ په ټینګولو تمرکز کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34804