زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/03 - 06:16:1
زيارة: 238
مشاركة مع الـأصدقاء

په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي
 په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي

انصار: ( د لیندۍ ۱۳ مه)، یوه نوې څېړنه ښيي چې د اوکراین د جګړې، په غزې تړانګې کې د شخړو او په ختیځه آسیا کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو تر اغېز لاندې، د لویدیځ، آسیايي د سترو شرکتونو او همداراز په روسیې او منځني ختیځ کې د تولیدونکو د وسلو تولید او پلور ډېر زیات شوی دی.

د سټاکهلم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ (SIPRI)  د راپور له مخې، تېر کال د نړۍ د وسلو د ۱۰۰ سترو وسلو تولیدونکو شرکتونو د وسلو او پوځي خدماتو پلور ۴.۲ سلنه زیات شوی او ټولټال ۶۳۲ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د دغو شرکتونو عاید لږ راکم شوی و، ځکه هغوی د زیاتېدونکي تقاضا د پوره کولو توان نه درلود، خو تېر کال د ډېرو شرکتونو تولید او پلور ډېر شوی دی.

د وسلو د پلور د زیاتوالي یوه روښانه نښه دا ده چې د دغه انستیتیوټ د څېړنې له مخې، تېر کال د نړۍ د وسلو د سلو سترو تولیدونکو ټول پلور لومړی ځل له یو تریلیون ډالرو واوښت.

لورنزو اسکارازاتو، چې په ستاکهلم انسټیټیوټ کې د نظامي لګښتونو او وسلو د پلور متخصص دی، فرانس پرېس ته ویلي: په ۲۰۲۳ کال کې د وسلو تولیدونکو عاید ډېر زیات شوی او ډېر احتمال شته چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: د ۱۰۰ سترو شرکتونو د وسلو پلور په بازار کې د تقاضا بشپړ انځور نه وړاندې کوي. ډېری شرکتونو خپلې تولیدي اسانتیاوې او کاري ځواک پراخ کړی چې دا د راتلونکو کلونو د پلور زیاتوالي ته د دوی هیله ښيي.

نان تیان، چې په دغه انسټیټیوټ کې د نظامي لګښتونو او وسلو د پلور څانګې مشر دی، فرانس پریس ته ویلي: ډېری کوچني شرکتونه د وسلو د سیستمونو یوه برخه یا ځانګړي وسایل تولیدوي چې یوازې د پرزو د لېږد او جوړېدو په یوه دوره پورې اړه لري، نو هغوی کولای شي د بازار تقاضا ته ډېر ژر ځواب ووايي.

د څېړنې له مخې، د نړۍ د وسلو د پلور نیمایي عاید د امریکایي شرکتونو په برخه شوی دی.

په دې لړ کې، د نړۍ په ۱۰۰ سترو وسلو تولیدونکو کې ۴۱ امریکایي شرکتونه شامل دي چې د دوی عاید په تېرو کال کې په منځنۍ توګه ۲.۵ سلنه زیات شوی دی.

خو د لاکهید مارټین او RTX (د نړۍ تر ټولو لوی وسلو جوړونکي شرکتونه) عاید تېر کال په ترتیب سره ۱.۶ او ۱.۳ سلنه کم شوی. د متخصصانو په وینا، د دې لامل دا دی چې لوی شرکتونه پېچلي سیستمونه لري چې په لنډ وخت کې خپل تولید نه شي زیاتولی.

د اروپایي شرکتونو د عاید او پلور د زیاتوالي کچه، چې د نړۍ ۲۷ لوی تولیدونکي شرکتونه جوړوي، په منځنۍ توګه یوازې ۰.۲ سلنه وه. خو راپور زیاتوي چې د جګړې اړوند د ډېرو وسلو، په ځانګړي ډول مهماتو، توپخانې، د هوا ضد سیستمونو او ځمکني وسلو لپاره د تقاضا زیاتوالي د دغو شرکتونو عاید په ۲۰۲۳ کال کې ډېر زیات کړی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34653






*
*

*



قرأ

امریکا د اوکرایین طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي


ایران وايي افغانستان ته یې صادرات ۱۶۷ ملیون ډالرو ته رسېدلي


د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته


افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی


په تیرو۱۰ میاشتو کی ازبکستان افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي


په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې


د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي


د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ


پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې


ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي


مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي


د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت


د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی


د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی


د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه


ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي


قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه


له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي


د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي