انصار: (د لیندۍ ۱۰ مه)، په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو د څېړنې لپاره د شپږ هیوادونو شریک شکایت ترلاسه کړ.
د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) څارنوال کریم خان وویل چې دې محکمې د چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو لهخوا رسمي شکایت ترلاسه کړی دی. په دې شکایت کې له ۲۰۲۱ کال څخه، چې طالبان واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو څېړنه غوښتل شوې ده.
په دې شکایت کې یادو هېوادونو د افغانستان د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې دا تورونه دې د محکمې د اوسنیو تحقیقاتو یوه برخه وګرځول شي.
د شکایت له ترلاسه کولو وروسته کریم خان په یوه بیان کې وویل: «دا شکایت د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو د تعقیب لپاره زما د دفتر د پراخې ژمنتیا برخه دی، په ځانګړې توګه د بشریت پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو په اړه.»
د افغانستان په اړه د نړیوالې جنایي محکمې تحقیقات په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې پیل شول، د هغو لومړنیو څېړنو پر بنسټ چې د ۲۰۰۳ کال د مې له میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د احتمالي جنایتونو په اړه ترسره شوې وې. اوس دغه تحقیقات د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د وسلهوالو شخړو اړوند جنایتونه، او د نورو غړو هېوادونو په خاوره کې ترسره شوي جنایتونه هم رانغاړي.
د دې تحقیقاتو پر وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا خنډونه رامنځته شوي وو، خو دا بهیر په ۲۰۲۲ کال کې بیا پیل شو. کریم خان وویل، له هغه وخت راهیسې د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به د دې څېړنو محسوسې پایلې وړاندې شي.
که څه هم د دغو تحقیقاتو دقیق جزئیات محرم دي، خو کریم خان د یاد شکایت په اړه وویل چې دا د نړیوالې ټولنې د عزم څرګندونه کوي ترڅو په افغانستان کې د جنایتونو په اړه څېړنه وشي. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د محکمې غړي هېوادونه باید د څېړنو د بریالیتوب لپاره همکاري او مالي سرچینې برابرې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34607