انصار: ( د لیندی ۸مه)، د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې هراړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه وبلل او زیاته یې کړه چې دا دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات او ثابتې اړیکې د دې لامل شوې چې افغانستان په ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام ژوند وکړي او په اقتصادي، سوداګریزو او نورو ګډو مسایلو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو اوسئ.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، "د پاکستان سفیر هم د ګډو همکاریو پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ".
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34578