انصار: (د لیندی ۷مه)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه ګډ راپور کې ویلي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د رسنیو لپاره له ننګونو ډکه فضا رامنځته کړې چې سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو جوړول پهکې شامل دي، خو راپور زیاتوي چې دا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې یوازېنۍ ستونزې نه دي.
د دې راپور پر اساس، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندو د سرته رسولو پر مهال له ګواښونو، ناوړه چلند، خپلسرو توقیفونو او د قضايي تعقیب او حبس له مواردو سره مخامخ کېږي.
راپور زیاتوي چې د کورنیو رسنیو په خپرونو او مطالبو کې د چارواکو مداخله تر ډېره د رسنیو د آزادۍ د له منځه تللو سبب کېږي.
د راپور له مخې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۳۳۶ ښځینه او نارینه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي چې په دې کې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد شامل دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو او ننګونو په تړاو د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی او وايي چې د افغانستان قضیه باید د یوه لوېدیځ هېواد په توګه ونه ارزول شي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې زرګونه خبریالان او د مدني ټولنې فعالان له افغانستانه وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دا خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له رواني ستونزو سره مخامخ دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34565