انصار: (د لیندی ۷مه) ، د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت لومړي مرستیال د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت پالیسي متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي ییوشیایو یونگ سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي یونگ د افغانستان په ټولیز امنیت خوښي څرګنده کړه او د طالبانو له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د امکان تر حده د دغه هېواد د ګڼو اتباعو امنیت تامین کړی دی.
مولوي محمد نبي عمري د افغانستان له خلکو سره د چین د اوږدمهاله همکاریو قدرداني وکړه او ویې ویل: د طالبانو حکومت پالیسي د متقابل احترام او همکارۍ او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده او د دوی حکومت به ورته ژمن وي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د چین ځانګړي استازي د طالبانو حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34564