انصار: (د لیندۍ ۶مه)، ایران وايي، راتلونکې اوونۍ به د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغانستان په ګډون د ایکو د لسو غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په دغه هیواد کې جوړه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اسماعیل بقايي په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به په مشهد ښار کې جوړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، جګپوړي چارواکي، د سیمهییزو سازمانونو مشران، او د څو اړخیزو اقتصادي بنسټونو سرمنشيان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
بقایي د ایکو سازمان د اهمیت د یادونې په ترڅ کې ویلي، د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي.
بقایي د ایکو د اهمیت یادونه وکړه، ویې ویل چې دا سازمان د پرمختګ په حال کې هېوادونو ترمنځ د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ له پخوانیو چوکاټونو څخه ګڼل کېږي. هغه وویل: "د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي."
ایران په روان ۲۰۲۴ کال کې د ایکو دوره يي مشر دی. دا غونډه د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په ایران کې د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه ستره نړیواله غونډه ده.
په جون میاشت کې ایران د آسیا د همکارۍ د ډیالوګ ۳۳ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو کوربه و.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34548