زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-25  |  2024-11-27  |  تازه شوی په: 2024/11/27 - 02:15:5 FA | AR | PS | EN
د طالبانو حکومت تګلاره متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده             ایران به د ایکو د هیوادونو د غونډې کوربه وي             د اتلانو جام “چمپینز ټرافي” افغانستان ته ورسېده             متقي د مسکو او کابل ترمنځ د راشه درشه مهمه وبلله             د بولی په لومړي ورځ دوه افغان لوبغاړي واخیستل شول             د هند د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ نن پیلیږي             په تیرو۱۰ میاشتو کی ازبکستان افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي             امريکا د افغانستان بيارغونې لپاره اساسي چمتووالي نلری             رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی             پر «پالمیرا ښار» د اسراییلو د هوايي برید په پایله کې ۶۱ ووژل شول             په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې             د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي             بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري            

تاريخ النشر: 2024/11/25 - 05:02:1
زيارة: 206
مشاركة مع الـأصدقاء

متقي د مسکو او کابل ترمنځ د راشه درشه مهمه وبلله
 متقي د مسکو او کابل ترمنځ د راشه درشه مهمه وبلله

انصار: (د لیندۍ ۵مه)، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلیو متقي او کابلوف د کتنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو ارزول و او په کې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، د ښاغلیو متقي او کابلوف د خبرو په اړه پر ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

امیرخان متقي ویلي چې روسیې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو د حکومت ګڼ شمېر چارواکي د رسمي غونډو لپاره مسکو ته بللي دي.

هغه د مسکو د بلنو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو تګ راتګ یې مهم بللی دی.

له دې سره په یو وخت د روسیې د باندنیو چارو اندرې رودنکو له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېر وختي دي.

روسیې له طالبانو سره له راشه درشه سره سره د هغوی نوم د خپل هیواد د تروریستي ډلو له لیسته نه دی ایستلی خو ویلي یې دي چې په دې کار کوي چې د طالبانو نوم له خپل تور لیسته وباسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي چې ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د مسکو یو جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې طالب استازی د شارژدافېر تر کچې منلی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34533






*
*

*



قرأ

د طالبانو حکومت تګلاره متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده


ایران به د ایکو د هیوادونو د غونډې کوربه وي


امريکا د افغانستان بيارغونې لپاره اساسي چمتووالي نلری


پر «پالمیرا ښار» د اسراییلو د هوايي برید په پایله کې ۶۱ ووژل شول


روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان