انصار: (د لیندۍ ۵مه)، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلیو متقي او کابلوف د کتنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو ارزول و او په کې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، د ښاغلیو متقي او کابلوف د خبرو په اړه پر ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
امیرخان متقي ویلي چې روسیې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو د حکومت ګڼ شمېر چارواکي د رسمي غونډو لپاره مسکو ته بللي دي.
هغه د مسکو د بلنو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو تګ راتګ یې مهم بللی دی.
له دې سره په یو وخت د روسیې د باندنیو چارو اندرې رودنکو له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېر وختي دي.
روسیې له طالبانو سره له راشه درشه سره سره د هغوی نوم د خپل هیواد د تروریستي ډلو له لیسته نه دی ایستلی خو ویلي یې دي چې په دې کار کوي چې د طالبانو نوم له خپل تور لیسته وباسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي چې ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د مسکو یو جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې طالب استازی د شارژدافېر تر کچې منلی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34533