انصار: (د لړم ۲۹ مه)، په جرمني کې د افغانستان سفیر او په بُن کې جنرال کونسل، چې د طالبانو له حکومت سره له تعامله یې دډه کړې وه، د کوربه هیواد د فشار په نتیجه کې د دندو پرېښودو ته اړ شول.
په برلین کې افغان سفیر یما یاري په یوه خبرلیک کې ویلي:« په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلم او د اصولو او مقرراتو له مخې ادارې چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپارم.»
ده په زغرده نه دي ویلي چې له ده وروسته به د سفارت د سرپرستۍ چارې څوک پر مخ بیايي خو په برلین کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې ښاغلی پوپل د سفارت سرپرستي په غاړه اخیستې ده.
تر ښاغلي یاري لږ وړاندې د دوشنبې په ورځ په بُن کې د افغانستان جنرال کونسل سید لطف الله سادات هم په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د کوربه هیواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ د نه پېښېدو لپاره یې له دندې لاس اخیستی دی.
یاري په خپله خبرپاڼه کې لیکلي« د رامنځته شوي وضعيت او د افغانستان د ځورېدلو اتباعو او مهاجرينو لپاره د کونسلي اسنادو د پروسس پر مهال د رامنځته شويو او راغلو مشکلاتو د دوام د مخنيوي او همداراز د کوربه هېواد د ځینو ملحوظاتو او سیاسي محدودیتونو په خاطر، زه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال کونسل په توګه خپله دنده پرېږدم.»
سید لطف الله سادات هم د سفیر ښاغلي یاري په شان ویلي چې د کونسلګرۍ چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.
دا دوه جګپوړي دیپلوماتان وروسته له هغه استعفا ته اړ ایستل کېږي چې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په څه باندې لسو هیوادونو کې، چې اکثره یې اروپايي وو، د افغانستان د استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې.
طالبانو هغه دیپلوماتیکې استازولۍ تایید کړې چې له دوی سره یې تماس او تعامل ته دوام ورکړ که څه هم دیپلوماتان یې د جمهوري حکومت له لوري ټاکل شوي کسان دي.
هغوی چې له طالبانو سره یې تعامل ته دوام ورکړی، وايي چې ټولې کونسلي چارې یې له کابل سره تړلي او له کابل سره له تماس پرته په بهر کې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کولی نه شي.
په مونشن کې د افغانستان کونسلګرۍ چې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړی، لا هم فعالیت کوي او داسي ښکاري چې له کومې ستونزې سره به مخامخ نه شي.
افغانستان ته د نژدې ۳۰ افغانانو، چې په جرمني کې په جرمونو تورن شوي وو، په بیرته استولو کې د طالبانو د حکومت همکاري هم ښايي د طالب ضد دیپلوماتانو په ګوښه کېدو کې رول ولري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34442