زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-12  |  2024-11-14  |  تازه شوی په: 2024/11/13 - 05:41:0 FA | AR | PS | EN
د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي             د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت             د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل             افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي             افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی             ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود             جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری             هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل             د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست             د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی             د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ             افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه             د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل             نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي             د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې            

تاريخ النشر: 2024/11/09 - 04:32:2
زيارة: 219
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست
 د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست

انصار: (د لړم ۱۸ مه)، په کندهار کې د طالبانو مشر، هبت‌الله آخوندزاده، په یوه فرمان کې اعلان کړی چې د هغه له اجازې پرته هېڅوک نه شي کولی چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو ریاست او نورو خپلواکو ادارو نظامي تجهیزات وویشي یا وکاروي.

په دې اته ماده‌ییز فرمان کې، چې کاپيانې یې رسنیو ترلاسه کړي، او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او همداراز مرستیال ویاند حمدالله فطرت یې اعتبار تصدیق کړی دی، ویل شوي چې د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، او د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق واکونه محدود کړي دي، ترڅو د نظامي تجهیزاتو په وېش او کارولو کې د دوی واکونه کنټرول شي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د امریکایي ځواکونو او د هغوی له متحدانو د میلیاردونو ډالرو پاته شوي نظامي تجهیزات تر لاسه کړل.

په دې فرمان کې، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان په ۲۹مه نېټه د "ثبت شویو پوځي تجهیزاتو د ساتنې، څارنې او وېش په اړه د امیرالمومنین حکم" تر عنوان لاندې صادر شوی دی، راغلي چې که د طالبانو کومه اداره وسلو، مهماتو، نظامي دوربینونو، مخابرو یا نورو تجهیزاتو ته اړتیا ولري، نو باید د طالبانو د مشر تایید ترلاسه کړي.

د دې فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې درې واړه پوځي ادارې (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، او استخبارات) مکلف دي چې د "بیت‌المال د تثبیت، ثبت او مراقبت دفتر" له غوښتنې سره سم، د طالبانو حکومت د ځواکونو د نظامي تجهیزاتو لېست دې دفتر ته وسپاري.

د دې فرمان په درېیمه ماده کې ویل شوي چې که نظامي تجهیزات د دې حکم تر صادرېدو مخکې د طالبانو د مشر له اجازې پرته وېشل شوي یا کارول شوي وي، باید بېرته زېرمو ته وسپارل شي.

د طالبانو د حکومت زیاتره نظامي تجهیزات هغه وسلې او مهمات دي چې د امریکايي او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د دوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو د مشر دغه فرمان د هغه له لوري په کندهار کې د واک د لا متمرکز کېدو او په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغه د بې‌اعتمادي نښه ګڼل کېدای شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د دې فرمان موخه د نظامي تجهیزاتو سم مدیریت بللی دی.

ده په یوه پیغام کې بي بي سي ته وویل: "د دې حکم هدف دا دی چې د مهمو نظامي تجهیزاتو سمه ساتنه وشي او د ځینو تجهیزاتو او وسلو له غیرضروري استعمال څخه مخنیوی وشي، او دغه تجهیزات په منظم ډول ترمیم شي."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34289






*
*

*



قرأ

د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو


افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري


شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي


اوکراين کې جګړه بايد په سوله‌ييزه توګه پای ته ورسېږي


په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره نوې هڅې پیل


د پاکستان پوځ پر ضد په عملیاتو کې د بې پيلوټه الوتکو کارول





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان