زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-12  |  2024-11-14  |  تازه شوی په: 2024/11/13 - 05:41:0 FA | AR | PS | EN
د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي             د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت             د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل             افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي             افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی             ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود             جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری             هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل             د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست             د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی             د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ             افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه             د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل             نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي             د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې            

تاريخ النشر: 2024/11/05 - 04:57:0
زيارة: 215
مشاركة مع الـأصدقاء

د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو
 د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو

انصار: (د لړم ۱۵ مه)، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د اسلام‌اباد د پولیسو چارواکو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هغې ادعا د ثابتولو لپاره د شواهد له وړاندې کولو څخه ډډه کړې چې ویلي یې و تېره میاشت په اسلام‌اباد کې د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) له احتجاج وروسته تر ۱۰۰ ډېر افغان اتباع نیول شوي دي.

جیونیوز په اړه په خپل تحقیقي راپور کې ویلي چې د اکتوبر په پنځمه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي نقوي د اسلام‌اباد د پولیسو د مشر جنرال علي ناصر رضوي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا ادعا وکړه چې افغان اتباع هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې د اکتوبر په څلورمه نېټه د پخواني صدراعظم عمران خان د پي ټي آی له خوا په پلازمېنه کې له احتجاج وروسته نيول شوي دي. بله ورځ، نقوي په یوه بله خبري ناسته کې خپله ادعا تکرار کړه.

د اکتوبر له ۷ څخه د نوومبر تر ۴ پورې، جیو نیوز د حقیقت موندنې لپاره د کورنیو چارو وزارت او د اسلام‌اباد د پولیسو له جګپوړو چارواکو څخه د وزیر د دې ادعا د تصدیق لپاره شواهد غوښتلي دي.

جیونیوز وايي، د نوومبر تر ۴ پورې، له ګڼو هڅو سره سره هېڅ ډول سند یا شواهد نه دي وړاندې شوي.

د اکتوبر په ۷مه جیو نیوز د حقیقت موندلو لپاره د کورنیو چارو وزارت د رسنیو له لوی رئیس قادر یار تیوانه سره د وضاحت لپاره اړیکه ونیوله. تیوانه دا پوښتنه پولیسو ته واستوله.

خو په هماغه ورځ، د اسلام‌اباد پولیسو ویندوی تقي جواد وړاندیز وکړ چې باید د کورنیو چارو وزارت ته ورشئ.

له بیا بیا پوښتنو وروسته، جواد جیو نیوز ته ډاډ ورکړ چې هغه وخت به معلومات شریک کړي چې کله د ۱۲۰ نیول شویو افغان اتباعو په اړه محکمې ته معلومات وړاندې شي.

هغه ټینګار وکړ: "حکومتي چارواکي خامخا په یوه اساس بیان ورکوي. موږ سیاسي خلک نه یو چې بې بنسټه ادعاوې وکړو."

خو د اکتوبر په ۸، ۹، ۱۱، او ۲۱ نېټو باندې بیا بیا پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې. کله چې د اکتوبر په ۳۱ بیا اړیکه ونیول شوه، جواد وویل چې یوازې د کورنیو چارو وزارت کولی شي معلومات خپاره کړي او بیا یې وړاندیز وکړ چې له بهرنیو چارو وزارت سره دې هم اړیکه ونیول شي.

جیو نیوز بیا په کورنیو چارو وزارت کې له تیوانه سره اړیکه ونیوله، خو هغه ځواب ورنه کړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل چې د دې موضوع په اړه معلومات نه لري.

همدارنګه د اسلام‌اباد د پولیسو لوړپوړو چارواکو، لکه د عملیاتو لوی مشر (SSP) محمد ارسلان شاهزېب او د عملیاتو مرستیال لوی مفتش (DIG) علي رضا، هم هېڅ ځواب ورنه کړ.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34229






*
*

*



قرأ

د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو


افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري


شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي


اوکراين کې جګړه بايد په سوله‌ييزه توګه پای ته ورسېږي


په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره نوې هڅې پیل


د پاکستان پوځ پر ضد په عملیاتو کې د بې پيلوټه الوتکو کارول





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان