زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-12  |  2024-11-14  |  تازه شوی په: 2024/11/13 - 05:41:0 FA | AR | PS | EN
د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي             د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت             د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل             افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي             افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی             ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود             جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری             هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل             د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست             د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی             د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ             افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه             د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل             نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي             د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې            

تاريخ النشر: 2024/11/04 - 04:08:2
زيارة: 209
مشاركة مع الـأصدقاء

د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي
 د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي

انصار: ( د لړم ۱۴ مه)، سه شنبه د نومبر پنځمه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي. د یکشنبې تر ورځې شاوخوا ۷۵ ملیونو خلکو وختي رایې کارولي دي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیالي خورا نږدې بلل شوې او د ټولو سترګې سوینګ سټېټس یا هغو ایالتونو ته پاتې دي چې دریځونه یې ثابت نه دي.

په وروستۍ څو ورځو کې دواړو کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس په همدغو ایالتونو کې خپلې انتخاباتي هلې ځلې څو چنده کړې وې.

ډونالډ ټرمپ بیا د پنسلوانیا، شمالي کارولینا او جورجیا ته ټاکنیز کمپاینونه او ویناوې پلان کړې وې. دا درې واړه سیمې په ټاکنیز پلاوي یا الکټرال کالج کې مهمه دي.

که څه هم امریکایانو ته په ټاکنو کې د متحده ایالتونو داخلي مساییل ډېر مهمه بلل کېږي، خو دا وار انتخابات په نړیواله کچه د څو لویو کړکېچونو په اوج کې ترسره کېږي چې تر ټولو مهم یې د اوکرایین دوامداره جګړه، د منځني ختیځ کړکېچ، په څو لوریو کې د اسراییل نښتې او بریدونه او له ایران سره د کړکېچ زیاتېدل دي.

په دې سربېره، د افغانستان مسئله هم څو واره په ټاکنیزو کمپاینونو کې یاده شوې ده.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمناکه قضیه یاده کړې او له دې امله یې د بایډن پر ادارې کلکې نیوکې کړې دي.

ټرمپ په خپله یوه ټاکنیزه غونډه کې ادعا کړې چې که ولسمشر شي د لوړې په ورځ به د هغو مقاماتو استعفاګانې د ده په میز پرتې وي چې د افغانستان د پرېښودو په ګډوډه قضیه کې پړ دي.

ټرمپ او ټیم یې په وار وار په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان مسایل یاد کړي او دی په خپله هم د امریکا د هغو میلیاردونو ډالرو وسلو او مهماتو یادونه کوي چې افغانستان کې طالبانو ته پرېښودل شوي.

اخوا بیا د ډیموکراټانو کاندیدې کمالا هاریس چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان په مسئله ډېره نه ده غږېدلې یواځې یې یو ورا له ټرمپ سره په مناظره کې د افغانستان اړوند پوښتنې ځواب کړې.

هغې له افغانستانه د وتلو په اړه د بایډن د پرېکړې ننګه کړې او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستانه په وتلو د ورځې درې سوه میلیونه ډالره چې یوې بې پایه جګړې کې لګول نور نه مصرفوي.

هغې ټرمپ تورن کړ چې له طالبانو سره یې د دوحې د دې په خبره تر ټولو کمزورې موافقه لاسلیک کړه.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34215






*
*

*



قرأ

د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو


افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري


شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي


اوکراين کې جګړه بايد په سوله‌ييزه توګه پای ته ورسېږي


په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره نوې هڅې پیل


د پاکستان پوځ پر ضد په عملیاتو کې د بې پيلوټه الوتکو کارول





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان