زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/10/31 - 04:05:5
زيارة: 226
مشاركة مع الـأصدقاء

د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي
 د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي

انصار: (د لړم ۱۰مه)، د ایران لوی څارنوال اعلان وکړ، چې د هېواد په زندانونو کې یې شاوخوا ۸ زره بهرني بندیان زنداني دي او د ځای د نشتوالي او د لوړو لګښتونو له امله یو شمېر یې خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې راتلونکي یوه میاشت کې به ۵۷۴ افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شي.

دغه ایراني چارواکي د «بندیانو د تنظیم او په زندانونو کې د جرمي نفوس د کمولو» په اړه په یوه غونډه کې د زندانونو د شمېر پر کمولو ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران لوی څارنوال وویل: د دغه هېواد په زندانونو کې نه یوازې له بندیانو نه کومه ګټه نه اخیستل کیږي بلکې په هغوی باندې هم لګښت کیږي او پکار ده چې د بندیانو شمېر کم شي.

محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې د بندیانو د لېږد کمېټه باید تر ۵۷۴ زندانیان په راتلونکي میاشت کې ولېږدوي.

د ایرنا د خبر له مخې د دې هېواد د عدلیې وزیر امین حسیني وویل چې له یو کال راهیسې د قانوني ستونزو په شمول د بیلابیلو دلایلو پر اساس د بندیانو د لېږد بهیر بند شوی دی.

د روان کال د اسد په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د ایران له حکومت سره تر خبرو ږ وروسته څلور زره افغانان د دغه هېواد له زندانونو ازاد او افغانستان ته راستانه کړای شول.

دوی غواړي چې له ایران څخه پاتې افغان بندیان بیرته وباسي.

په ایران کې د افغان بندیانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال د روان کال په سرطان میاشت کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34155






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم