انصار: ( د لړم ۹ مه)، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د تېر حکومت د چارواکو د انتقاد په ځواب کې غبرګون څرګند کړ، ویې ویل چې د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو علت امریکا او د هغه استازی نه و.
ده وویل چې د افغانستان حکومت ځکه ړنګ شو چې مشرانو یې «نه په جګړه کې ښه وو، نه په خبرو اترو کې، او نه د هېواد اداره کې.»
د افغانستان د پخواني حکومت اکثره چارواکي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د نظام د ړنګیدو او د طالبانو د بیا واک ته رسیدو عامل ګڼي.
په وروستیو ورځو کې د پخواني حکومت مرستیال ولسمشر امرالله صالح په یوه ټویټ کې ولیکل: «خلیلزاد او د امریکا سفارت ته دنده ورکړل شوې وه چې د جمهوریت پرضد د تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو افکار ګډوډ او خراب کړي.»
داسې ښکاري چې د خلیلزاد اشاره هم د امرالله صالح دې توند انتقاد ته ځواب وي. د امریکا پخواني سفیر پرته له دې چې د کوم ځانګړي پخواني چارواکي نوم واخلي، ولیکل: «د جمهوریت مشران او د هغوی خدمتګاران امریکا او ما ملامتوي چې زما له کبله یې واک له لاسه ورکړی.»
خو د هغه په وینا، «د افغانستان جمهوریت ځکه ړنګ شو چې پرته له څو استثناوو، مشران یې په حکومت کولو کې بد، په خبرو اترو کې بد او په جګړه کې بد وو.»
خلیلزاد وویل چې د پخواني حکومت مشران د افغانستان «طلایي فرصت له منځه یووړ.»
د امریکا پخواني استازي د افغانستان د پخواني حکومت له مشرانو وغوښتل چې پر نورو د تور لګولو پر ځای، «پخپل مخونه په هینداره کې وګوري چې څوک ورته ملامت ښکاري.»
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34141