زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-04-28  |  2024-11-01  |  تازه شوی په: 2024/10/31 - 04:27:5 FA | AR | PS | EN
د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي             د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه             د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي             په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي             د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي             په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز             افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه             هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي             په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي             ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي             د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري             له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو             افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري             ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي             شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي            

تاريخ النشر: 2024/10/26 - 04:36:1
زيارة: 213
مشاركة مع الـأصدقاء

د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري
 د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري

انصار: (د لړم ۵ مه)، افغانستان، چې په ګڼو نورو برخو کې له کړاوونو سره مخامخ دی، د جمعې په ورځ دوه بري ترلاسه کړل.

د کرکټ الف یا ابدالیان لوبډلې په لومړي وار هند ته ماته ورکړه او په لومړي ځل د اسیا د ایمرجنګ جام پایلوبې ته ووته، له بلې خوا د فوټبال تر اوولس کلونو کشرې لوبډلې په لومړي وار د اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو جام سیالیو ته لار وموندله.

تنکیو افغان فوټبالرانو د غوراوي د سیالیو کوربه ټیم، کمبوډیا ته درې پر یو ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلور نیمې بجې په پینوم پین کې وشوه، د افغانستان لپاره یاسر ساپي، وارث شېرزي او ارش احمدي ګولونه ووهل.

دې بري د افغانستان لوبډله د بي ګروپ سر ته وخېژوله او د ۲۰۲۵ کال د اسیا تر اوولس کلونو د کشرو لوبډلو د فوټبال جام ته یې لار پرانیسته. د اسیا د ۲۰۲۵ د اوولس کلونو د فوټبال سیالۍ په سعودي عربستان کې کېږي.

له بلې خوا د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان د ابدالیانو (الف) لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دې سیالیو پایلوبې ته ووته. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان الف لوبډله پایلوبې ته رسیږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34083






*
*

*



قرأ

افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه


نیوزیلېنډ د ویسټ‌انډيز په ماتولو سره فاینلیست شو


د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی


نن بنګله‌دېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي


د ښځو کرکت نړیوال جام نن پيلېږي


د فوټسال ملي لوبډله نن په غوراوي پړاو کې خپل بخت ازمايي


افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله


افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي


د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي


د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې


افغانستان او نیوزیلنډ سبا یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيلوي


«جې شاه» د هند کرکټ بورډ مشر د کرکټ نړیوالې شورا مشر کېږي


نن کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیليږي


د شپږیزې نهم پړاو لوبډلې او لوبغاړي اعلان شو


سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي


د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه کوي


ویسټ انډيز، هند، سویلي افریقا او استرالیا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه


شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته په لومړي ځل ماتې ورکړه


افغانستان په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ستره ماته ورکړه


د شل اوریز نړېوال جام پیل؛ امریکا لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه


آی‌پي‌ایل؛ پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي


د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان