زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-04-18  |  2024-10-22  |  تازه شوی په: 2024/10/22 - 04:24:2 FA | AR | PS | EN
د پاکستان پوځ پر ضد په عملیاتو کې د بې پيلوټه الوتکو کارول             په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي             د دایکنډي بېګناه خلکو قاتلان له منځه یووړل شو             د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده             طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي             د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه             نیوزیلېنډ د ویسټ‌انډيز په ماتولو سره فاینلیست شو             خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول             متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو             طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي             امریکا اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې             له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې             د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی             له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي             لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي            

تاريخ النشر: 2024/10/20 - 04:13:2
زيارة: 173
مشاركة مع الـأصدقاء

طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي
 طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي

انصار: (د تله ۲۸ مه)، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ژوندي سارو د عکسونو او ویډیوګانو د خپراوي پر وړاندې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی.

د دې وزارت یوه چارواکي پرون (شنبې) وویل چې د ژوندي سارو عکس اخیستل او په دفتر یا کور کې نصبول د شریعت خلاف دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د ژوو یا ذی روحو عکس اخیستل منع دي.

طالبانو په رسمي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د عکس اخیستلو، ویډیو جوړولو او د ځینو تصویري رسنیو د فعالیتونو مخنیوی پیل کړی دی.

 دغه ډله باور لري چې د اسلام د پیغمبر د حدیث له مخې، عکس اخیستل یوه "لویه ګناه" ده.

د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د دې وزارت د یوه مفتي، محمد یحیی عارف خبرې په ایکسپاڼه کې خپرې کړې. یحیی عارف په دې پیغام کې وايي: «د خرو، سپو، زمریانو او مرغانو په شمول د ټولو ژوندي سارو عکس اخیستل منع دي. دغه عکسونه باید و نه پلورل شي، و نه وپېرل شي او نه په کورونو کې وساتل شي.»

دغه مفتی خلکو ته وویل چې د خرو او مرغانو په څېر د حیواناتو عکس اخیستل هېڅ ګټه نه لري.

عارف ټینګار وکړ: «کله چې امر بالمعروف اعلان کوي چې عکسونه منع او د شریعت خلاف دي، دا شخصي نظر نه دی؛ بلکې دا د شریعت او د خدای د پیغمبر امر دی.»

هغه له خلکو وغوښتل چې له عکس اخیستلو او د عکسونو له نصبولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې په هغه باور، دا عمل "ګناه" ګڼل کېږي او "د الهي عذاب" سبب کېږي.

طالبانو په دې بسنه نه ده کړې او راپورونه ښيي چې دوی په تدریجي ډول ټول تلویزیونونه بندوي.

طالبانو تصویري رسنۍ د شریعت خلاف ګڼلې دي. دغه بهیر له کندهار ولایت څخه پیل شوی او بیا تخار ته رسېدلی، چیرې چې ځایي تلویزیونونو ته د بندولو امر شوی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33991






*
*

*



قرأ

د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی


د دوو افغانانو په ګډون ایران کې ۱۴ تنه اعدام شول


افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي


طالبان وایی په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نشته


۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د ترکیی د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي


پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو


افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو


لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي


په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل


داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي


د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه


طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې


سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي


افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي


د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل


په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي


په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې


په خوست کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپارول بند شو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان