انصار: (د تله ۲۷مه)، په افغانستان کې لسګونه زره تقاعد شوي کسان وايي، د ژمي راتګ ته اندېښنه لري، ځکه اکثر یې له سختې بېوزلۍ کړېږي.
دوی وايي، د بېوزلۍ د کړاو داستان یې لا هم ختم شوی نهدی.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلی، له څه باندې درېیو کلونو ورسره د دوی د خپلو امتیازونو او معاشونو د ورکولو ژمنې کېږي، خو عملي کېږي نه.
نجیبالله رحماني، وايي ټول تقاعد شوي کسان د ژمي راتګ ته اندېښنه لري، ځکه جېبونه یې تش دي.
نوموړی وايي: "درې کاله کېږي چې خپل تقاعد مو نهدی اخیستی او اوس له ډېر سخت حالت سره مخامخ یوو. ژمی راروان دی د سونګ لرګي نهلرو، همدارنګه د دوا پیسې هم نهلرو، ټول واړه ماشومان مو ناروغان دي، له دکاندارانو هم ډېر پوروړي یوو، له چارواکو هیله کوو چې زموږ پاتې پیسې راکړي، چې ژمی راروان دی او زموږ ستونزې حل شي."
د طالبانو د مشر په فرمان کې، چې د روان کال د اپریل په لومړیو کې په رسنیو کې خپور شو، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ته امر شوی و، چې د روان ١۴٠٣ مالي کال د وري مياشتې له پیله د پوځي او ملکي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد د پيسو ګرځول ودروي.
دې پرېکړې د متقاعدينو پراخ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو حکومت د تقاعد د دغه بهیر د لغوه کولو لامل روښانه نهکړ.
تقاعد شوي کسان وايي، د دوی امتیازونه د دوی خپلې پیسې دي، چې د رسمي ماموریت پر مهال په تېرو کلونو کې ورڅخه ګرځول شوي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په سلواغې/ دلوې میاشت کې د بيبيسي د ایکسپاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې طرحه تعديل شوې، د دوی عمومي مشر ته رسېدلې، چې هغه به یې توشیح کړي او ډېر ژر به د عدليې وزارت لهخوا د قانون په بڼه نافذ او د تقاعد شویو حقوق به ورکړل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33960