انصار: (د تله ۲۲مه)، په لبنان کې د مسیحیانو د یوه لوی ګوند مشر وایي، د نوي ولسمشر انتخاب، له سیاسي په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو او د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند اصلي ټکی دی.
حزب الله د واشنګټن له لوري د یوه ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې د دې ډلې یوازې وسله واله څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د لبنان اکثر جنوبي سیمې د حزب الله په لاس کې دي او دا ګوند د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع پرون وویل چې د نړیوالو جدي هڅو په نشتوالي کې د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر انتخاب دی.
د جعجع ګوند د امریکا د متحده ایالتونو او سعودي عربستان نژدې متحد دی.
شاوخوا دوه کاله وشول چې په لبنان کې اقتصادي بحران دی او ولسمشر نه لري.
په دغه هېواد کې د حزب الله متحدان او د هغوی مخالفان د مسیحي ګوند په شمول نه دي توانېدلي چې په دې موده کې د ولسمشر د ټاکلو په برخه کې یوې اجماع ته سره ورسېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33885