انصار: (د تله ۲۱مه)، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په داسې حال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې سره وکتل چې، په اوکراین او منځني ختیځ کې د روانو جګړو په اړه د لوېدیځ اندېښنې په زیاتېدو دي.
دواړه مشران له دغې کتنې په استفادي غواړي چې په خپلو کې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
په عشق اباد کې د پوتین او پزشکیان ترمنځ دغه کتنه چې د یوه کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنی کتنه ده.
د دوی ترمنځ بله کتنه د بریکس ډلې په سرمشریزه کې چې په پام کې د روانې اوکتوبر میاشتي له ۲۲ نه تر۲۴ پورې د روسیې په کازان کې جوړه شي، په پام کې نیول شوې ده.
د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د روسیې او ایران د ولسمشرانو له پرونۍ کتنې مخکې خبریالانو ته وویل، په دې کتنه کې به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي، خو د نوموړي په خبره بې له شکه د منځني ختیځ روان وضعیت به هم د دوی د خبرو په اجنډا کې وي.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي.
روسیې په دغه جګړه کې تر ډېره د ایران له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی، خو ایران د لوېدیځ د تورونو په ځواب کې ویلي، د اوکراین له جګړې مخکې یې مسکو ته یو محدود شمېر بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33868