زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-04-14  |  2024-10-18  |  تازه شوی په: 2024/10/18 - 05:04:0 FA | AR | PS | EN
متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو             طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي             امریکا اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې             له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې             د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی             له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي             لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي             د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې             حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې بريد کړی             د پښتنو قومي جرګه له پښتونخوا د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه             په لبنان کې له اسراییلو سره د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر تاکل دی             قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي             د روسيې او ايران ولسمشرانو ترکمنستان کې ليدنه کړې             د پښتنو د قومي عدالت د جرګې دویمه ورځ             افغان سفیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل            

تاريخ النشر: 2024/10/02 - 04:48:3
زيارة: 180
مشاركة مع الـأصدقاء

ټام ویست ته نوې دنده وسپارل شوه
 ټام ویست ته نوې دنده وسپارل شوه

انصار: (د میزان ۱۱ مه)، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به له خپلې دندې ګوښه شي او پر ځای به یې د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر سرپرست شي.

په پام کې ده چې د ښاغلي ویست دنده د افغانستان لپاره د امریکا په سفارت کې اوسنۍ شارژدافېره کرن ډیکر او همداراز د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري په غاړه واخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له دوحې څخه فعالیت ته دوام ورکوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، ښاغلی ویسټ، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د یوې ننګوونکې دورې په ترڅ کې د متحدو ایالتونو د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

بلینکن له ویسټ څخه مننه وکړه چې د متحدو ایالتونو د ملي ګټو او د افغانانو د بشري اړتیاوو ترمنځ یې انډول په پام کې ساتلی و.

ده همداراز ویلي چې ویست د خپل ماموریت پرمهال، د نړیوالو شریکانو په همکارۍ د بشري هڅو مشري وکړه څو په دې توګه په افغانستان کې د پراخې قحطۍ مخه ونیسي او د میلیونونو افغانانو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.

بلینکن وویل، «ټام په یوه پیچلې دوره کې په مهارت سره د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ مشري کړې ده.»

ټام ویست د افغانستان په اړه د پراخو معلوماتو خاوند دی او په پښتو ژبه هم پوهېږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33717






*
*

*



قرأ

امریکا اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې


له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې


لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي


حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې بريد کړی


د پښتنو قومي جرګه له پښتونخوا د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه


په لبنان کې له اسراییلو سره د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر تاکل دی


د روسيې او ايران ولسمشرانو ترکمنستان کې ليدنه کړې


د پښتنو د قومي عدالت د جرګې دویمه ورځ


افغان سفیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل


اروپايي ټولنې د بې‌اسناده کډوالو د اخراج پروسې د تېزولو پر لارو چارو بحث کړی


د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستان د پوځ هڅې


اوکراين له روسيې جګړه نه‌شي ګټلی


دنمارک نور تمدید شوي افغاني پاسپورټونه نه مني


کندهار کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ سلګونو زده‌کوونکو لاریون کړی


چین: د پاکستان حکومت دې د برید پلټنه وکړي


بلوچستان کې چاودنې ۷ پاکستاني پوځیان مړه او ټپيان کړل


د ايران د بهرنيو چارو وزير له حزب‌الله د ملاتړ د دوام ژمنه کړې


روسیه به ژر طالبان له تور لیسته وباسي


له ووهلدار ښاره د اوکرايني ځواکونو وتل د خلکو د ژغورنې لپاره مهم و


امریکا به د ایران د اټومي پروګرام د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي


ایران پر اسراییل ۲۲۰ توغندي وویشتل


د طالبانو حکومت او ایراني پوله‌ساتو تر منځ د همغږۍ ناسته


د پاکستاني او امریکايي ځواکونو پر ګډه مانوره د متقی اندېښنه


د طالبانو او پاکستانی ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان