انصار: (د تله ۱۰مه)، د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې ورځ تر بلې د قلبي ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امر په یو ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په نړۍ او افغانستان کې د قلبي یا زړه پر ناروغۍ د اختهکېدونکو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
نوموړي د زړه ناروغۍ د زیاتېدو لامل د ورځني ژوند د لارو چارو بدلون بللی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د وړم کال په پرتله تېر کال د زړه د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د نوموړي په وینا په ۲۰۲۲ کې له دوی سره ۴۸۰۰۰ قلبي ناروغان ثبت شوي وو چې په خبره یې په ۲۰۲۳ کال کې ۵۵ زره هېوادوال د زړه پر ناروغیو اخته شوي دي.
عامې روغتیا وزارت د وقایوي تدابیرو لپاره ددې وزارت د لارښوونو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.
روغتیاپالان وايي، ددې لپاره چې خلک د زړه پر ناروغۍ اخته نه شي باید د ډېرو خوږو، مالګې، غوړیو، سرو شویو خوراکونو څخه ډډه وکړي. هره ورځ زیاتې اوبه وڅښي او منظم ورزش وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33703