زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/25 - 04:15:1
زيارة: 239
مشاركة مع الـأصدقاء

بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه
 بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه

انصار: (د تله ۴ مه)، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته وویل، هره ورځ د هغو امریکایانو په اړه فکر کوي چې له افغانستان څخه د امریکا د بې نظمه وتلو پر مهال ووژل شول. خو ده د امریکا په تاریخ کې د دې تر ټولو اوږدې جګړ د پای ته رسولو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

بایډن د هغو امریکایانو یادونه وکړه چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شول. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان ووژل شول.

بایډن د دغو دیارلسو امریکایانو یادونه وکړه چې په امریکا کې یې د ده خلاف ژور انتقادونه پارولي دي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان ووژل شول او ۲۰ زره ۷۴۴ نور ټپیان شول.

ده په سیاست کې د خپلو پنځو لسیزو یادونه وکړه او په ټوکو یې وویل: زه پوهیږم چې داسې ښکاري چې یوازې ۴۰ کلن یم.

«کله چې زه د ولسمشر په توګه وټاکل شوم، افغانستان د ویتنام ځای ونیوه او د امریکا تر ټولو پر اوږدې جګړې بدل شو. ما پریکړه وکړه چې دا جګړه باید پای ته ورسول شي، او دا کار مې وکړ.»

ده د خپلې پرېکړې په دفاع کې وویل:«دا یوه سخته پریکړه وه، خو سمه پرېکړه وه. څلور امریکایي ولسمشران له دې پریکړې سره مخامخ شوي وو، مګر ما پریکړه وکړه چې پنځم ته یې نه پریږدم. دا پریکړه له تراژیدۍ سره مله وه، یوې انتحاري حملې د ۱۳ زړورو امریکایانو او سلګونو افغانانو ژوند واخیست.

د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ په وروستیو کې جورج ډبلیو بوش پیل کړه، ورپسې یې د دیموکرات ګوند د ولسمشر اوباما او بیا د جمهوریپال ګوند د ولسمشر ترمپ په دوره کې دوام وکړ تر دې چې د بایډن په لومړۍ دوره کې پای ته ورسېد.

بایډن د خپلې وینا په نورو برخو کې د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ او د نړۍ پر تودو موضوعاتو خبرې وکړې خو دا لومړی ځل و چې د ده په وینا کې ډېر تمرکز پر افغانستان و.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33609






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم