انصار: (د ږوی ۲۱مه)، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د دوه نوماندانو د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ترمنځ مناظره ترسره شوه.
دوی دواړه د پنسلوانیا ایالت د اساسي قانون ملي مرکز کې د ۹۰ دقیقو لپاره د اې بي سي تلویزیون د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ټرمپ د مناظرې په پای کې پر هریس برید وکړ او ورته یې وویل: " هغه درې نیم کاله وخت درلود چې کارونه رامنځته کړئ، پولې ورغوئ او خوندي کړئ خو هیڅ ونشول هغه باید همدا اوس سپینې ماڼۍ ته لاړ شي او کار وکړي".
نوموړي زیاته کړه: " دې ډلې د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه شاتګ وکړ! په افغانستان کې ګډوډي صحنې زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه بلل شوې ده.
خو بل لورته هریس په ځواب کې وویل چې له افغانستان نه د امریکایانو د وتلو پرېکړه کې له بایډن سره همغږې وه او پرې پښېمانه نه ده. هغې زیاته کړه چې باید د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره وتلي وای.
تر دې وړاندې ټرمپ له جوبایډن سره هم مناظرې ته حاضر شوی وو چې هغه مهال یې پر یو بل سختې نیوکې وکړې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33398