زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/10 - 05:41:5
زيارة: 266
مشاركة مع الـأصدقاء

طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې
 طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې

انصار: (د وږی ۲۰ مه)، ریچارډ بینېټ تېر ماښام په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې ناستې ته؛ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل ځانګړی راپور وړاندې کړ.

ریچارډ بینېټ په راپور کې ویلي چې طالبانو د جون له میاشتې وروسته د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې ده.

هغه داسې مهال دا راپور وړاندې کړ چې، طالبانو افغانستان ته د ده پر تګ بندیز لګولی دی.

بینېټ زیاته کړه چې د طالبانو د امربالمعروف وروستی قانون نه یوازې جنسیتی تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي، بلکې ټول خلک اغیزمنوي.

په ورته مهال په یاده ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټرک وویل،چې  په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څارنه به راتلونکي ته په دې هېواد کې د سرغړونو د دوام مخه ونیسي.

هغه د بشري حقونو د سرغړونې تعقیب او په دې برخه کې د ملي او نړیوالو اقداماتو د پراخولو لپاره د یوې ټول منلې حل لارې غوښتنه وکړه او په ټولو هېوادونو یې غږ وکړ چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

ولکر ټرک افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوي راپور ته په اشارې وویل، چې د افغانستان د خلکو بشري حقونه له لسیزو راهیسې د مختلفو اړخونو او کلتور قرباني شوي او زیاته یې کړه، چې په اوسنۍ نړۍ کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه بې ساري، ظالمانه او سیستماتیک جنسیتي ظلمونه دي  او دا چاره راتلونکی له ګواښ سره مخ کولی شي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون اعلان کړ چې په کې پر ښځو نور محدودیتونه وضع شوي آن دا چې په دې قانون کې د ښځو د مخونو او ټول بدن پوښل لازمي او غږ یې عورت بلل شوی دی.

دې قانون په کور دننه او د باندې سخت غبرګونونه را وپارول.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33383






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی