انصار: ( د وږی ۱۹ مه)، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ویلی چې د طالبانو او زلمي خلیلزاد تر منځ د دوحې هوکړه د افغانستان د جمهوري حکومت پر ضد یو ګوزار و.
مایکل مک کال وویل، د دوحې هوکړه، چې د ده په وینا د افغانستان د حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ، د زلمي خلیلزاد تېروتنه وه.
ده د امریکا سي بي ایس تلویزیوني شبکې ته په مرکه کې وویل، خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې وکړې او د افغانستان حکومت ته یې شا واړوله. دا د هغوی پر مخ څپېړه وه او د دوی روحیه یې خرابه کړه.»
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په دې مرکه کې چې پرون (یکشنبې) خپره شوه، وویل، له افغانستانه وتلو د امریکا لپاره نړیوالې منفي پایلې لرلې.
هغه وویل، «د افغانستان د حکومت له پرزېدو دوې میاشتې وروسته، پوتین پر اوکراین یرغل وکړ او له پیکینګ سره یې بدورغه ايتلاف جوړ کړ چې ارام سمندر ګواښي.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په میاشت کې چین ته سفر وکړ او له شي جین پینګ سره له لیدنې وروسته یې وویل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیکې همکارۍ لا پیاوړې کړې دي.
مک کال دا خبره رد کړه چې ګنې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د ده له لوري څېړنې سیاسي انګېزه لري، ویې ویل چې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به په دې اړه پلټنې وکړي.
مک کال، چې د ټرمپ په شان د جمهوری پال ګوند غړی دی، زیاته کړه چې بایډن او ټرمپ دواړو غوښټل چې له افغانستان څخه ووځي، خو د ټرمپ وتل مشروط و، مګر بایډن بې له دې چې د افغانستان وضعیت په پام کې ونیسي، ځواکونه وایستل.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه نن (دوشنبه) له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني استازی زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې هغه ادعا رد کړه چې وایي، د امریکا پوځ له طالبانو سره د امریکا د وتلو او د سولې له خبرو خبر نه و.
خلیلزاد وویل، هغه مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر د دوحې له خبرو څخه په بشپړه توګه خبر و او د هغه استازی په خبرو اترو کې شامل و.
مکال وویل، طالبانو د داعش ډلې زرګونه غړي د بګرام له زندانونو خوشي کړي دي.
متحده ایالات او اروپا داعش، په ځانګړې توګه د خراسان څانګه، د دغو هیوادونو او نړۍ امنیت ته ګواښ بولي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33371