انصار: (د وږی ۱۸ مه)، د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د طالبانو له حکومت سره د تعامل امکان رد کړ او طالبانو په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان د دیپلومالتیکو مرکزونو د بې اعتبارۍ اعلان وکړ، د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې په لندن کې د افغانستان سفارت بند کړي.
په لندن کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې تاند ته وویل چې د بريتانيا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان سفير زلمي رسول ته ویلي چې سفارت بند کړي.
د بریتانیا په شمول په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت د هغو ډیپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کیږي چې له طالبانو سره هیڅ راز تعامل نه کوي.
دغو دیپلوماتیک ماموریتونه ویلي چې طالبان نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي او دوی هم ورسره تماس نه نیسي. خو د دوی دا کار سبب شوی چې طالبان هغوی بې اعتباره اعلان کړي او له هغو څخه د پاسپورټ په شمول هرراز اسناد بې اعتباره اعلان کړي.
دې چارې په هغو هیوادونو کې چې بې اعتباره اعلان شوي دیپلوماتیک ماموریتونه شته، د افغانانو ستونزې ډېرې کړي دي.
په لندن کې د افغانستان سفارت د دغه ښار په مرکزي او خورا قیمتي سیمه کې موقعیت لري او له ښه مرغه د مجاهدینو د حکومت په مهال لیلام نه شو. د استاد رباني د حکومت په مهال په ګڼو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو ودانۍ په ارزانه بیه لیلام شوې او پیسې یې حیف و میل شوې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33352