انصار: ( د وږی۱۶مه)، د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې د شهیدانو نوې شمېرې اعلان کړې چې له مخې یې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسېدلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۹۴ زره ۳۹۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
یو شمیر قربانیان اوس هم د خاورو لاندې دي او امبولانسونه او د ښار د دفاع کارمندان نشي رسیدلی.
اسرائیلي نیواکګرو د چهارشنبه ورځ هم ۳ جنایتونه او قتل عام کړي چې په پایله کې یې ۴۲ تنه شهیدان او ۱۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33324