انصار: (د وږی۱۴مه)، په هرات کې دبهرنيو چارو د وزارت مرستيال وايي ددغه هيواد اتباع بايد دکار لپاره دسياحتي ويزې په لرلو سره ايران ته لاړ نه شي. د هغه په وينا، هغه کسان چې ايران ته د کار لپاره ځي بايد له کاري ويزې سره دغه هېواد ته سفر وکړي.
په هرات کې د بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان د پاسپورت له اسنادو سره له ایران څخه د افغانانو د ایستلو لامل په ډاګه کړ او ویې ویل، هغه کسان چې د کار لپاره ایران ته ځي، بایدد سیاحتي ویزې له لارې لاړ نه نشئ.
هغه وايي، چې ايران د افغان کډوالو لپاره کاري شرايط ستونزمن کړي او که کډوال د سياحتي ويزې په وسيله دغه هېواد ته ولاړ شي، د کار حق نه ورکول کېږي او له هېواده شړل کېږي.
مولوی فیضان همداراز ټینګار وکړ کله چې خلک د کار لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ته لاړ شی باید دغه هیواد ته د کار ویزې سره لاړ شی نه د سیاحتی ویزې سره.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د مهاجرینو یوه لویه څپه ایستل شوې، چې ځینې یې ادعا کوي، چې دوی د اعتبار وړ پاسپورتونه او ویزې درلودې، خو بیا هم له ایران څخه ویستل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33295