انصار: (د وږی ۴ مه)، طالبانو د خپلو افراطي اقداماتو په دوام کې په خوست ولایت کې ټولو رسنیو ته امر کړی چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو پروګرامونه ودروي.
د خوست کابو ټولو رسنیو له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زده کړو پروګرامونه لرل.
په خوست کې د راډیوګانو چلوونکو بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ورته ویلي چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زدکړو پروګرامونه نور خپاره نه کړي.
د یوې راډیو چلوونکي، د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې دوی ته د امربالمعروف کسانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې نور له خپلې راډیو څخه له شپږم ټولګي پورته د زده کړو پروګرام خپور نه کړي.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولکاوه، او ویې ویل چې تر امرثاني یعني بلې خبرتیا پورې به دا بندیز وي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهند په ځلونو په دروغو بهرنیو رسنیو ته وویل چې تر بلې خبرتیا او د نجونو د زده کړو په نصاب کې د اصلاحاتو تر بشپړېدو پورې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي دي.
طالبانو هماغه راز چې د جګړې په کلونو کې د جنوب او ختیځ ولسونه له زده کړو منع کړي وو، له واک ته رسیدو وروسته یې هم ډېر فشار په جنوبي او ختیځو ولایتونو دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33143