انصار: (د وږی ۳ مه)، اروپایي اتحادیې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ په سفر د بندیز په اړه خواشیني څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند پیټر سټانو په طالبانو غږ وکړ چې له ریچارډ بینټ سره همکاري وکړي او هغه ته اجازه ورکړي چې د محدودیتونو له لګولو پرته راپور ورکولو او د اسنادو ټولولو ته دوام ورکړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې هغه افغانستان ته د ریچارډ بینټ پر سفر د بندیز لګولو له امله ژور خواشینی دی.
ښاغلي سټانو ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ریچارډ بینټ د ماموریت او کار بشپړ ملاتړ کوي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم عمل وکړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند وایي، د طالبانو له خوا د نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره اړینه ده چې داسې یو افغانستان رامنځته شي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي.
طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د ریچارډ بینټ پر راپورونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې بینټ افغانستان ته له ننوتلو منع دی.
د طالبانو د پرېکړې په ځواب کې، ریچارډ بینټ وویل چې هغه به په افغانستان کې د تعقیب او بشري حقونو د سرغړونې قضیې مستندې کړي.
د طالبانو له لوري افغانستان ته د ملګروملتو د بشري حقونو د ځانګړي استازي پر سفر د بندیز په اړه ملګروملتو هم غبرګون ښوولی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33127