انصار: (د وږی۲مه)، د طالبانو حکومت رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې له یو شمېر علماوو او مخورو سره په کتنه کې وویل، حکومت هڅه کوي چې له ټولو امکاناتو په استفادې په پلازمېنه کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
يادو علماوو او مشرانو د کابل ښار د قصبې سيمې د اوسېدونکو ستونزې له رئیس الوزرا سياسي مرستيال سره په کتنه کې د څښاک د اوبو د کمښت او د استوګنې د ستونزو د حل په برخه کې مطرح کړې.
سياسي مرستيال وويل، چې د کابل ښار د قصبې سیمي د خلکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې هدايات ورکړي، تر څو له خلکو سره تر مشورې وروسته د ستونزو د حل لپاره مناسبه حل لاره ومومي.
هغه زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو چارو څخه په استفادې په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي ډول حل کړي او اړوندو ادارو په دې برخه کې خپلې هڅې پیل کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته د پلازمینې په لویدیځ کې د کابل ۹۰ سلنه سیمې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33114