انصار: (د زمري ۳۱ مه)، د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هوا د اټکل پر اساس، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلونو خبرداری ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نن چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلونو امکان شته.
اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ او ۹۰ میلي مترو ترمنځ وي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو فصلونو او د خلکو باغونو ته زیان اړولی او ځینې سړکونه یې ویجاړ کړی دی.
له دې جلا پرون (سې شنبې) د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره (د روانې زمري مياشتې له ۳۱مې څخه د وږي تر ۲مې نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو او د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلونو د راوتلو اټکل کوي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) په سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې خوړونو کې شته.
سږنی کال د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساری دی. خو له دې سره سره لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کموالي او وچکالۍ شکایتونه کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33080