انصار: ( د زمري۲۶مه)، د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل کړی دی.
دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن (جمعه، ٢٦مه او شنبه د زمري په ٢٧مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیکا، غزني او زابل، پکتيا او خوست ولايتونو کې د باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
په خبرپانه کې راغلي، چې د سالنګ په ګډون د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه (له ۱۰ تر ۳۵ ملي متر) او د باد سرعت (۵۰ تر ۷۰ کیلومتره فی ساعت) ښودلی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د اټکل خبرداری ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو اورښتونو، سېلابونو او طوفانونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33001