انصار: ( د زمري۲۶مه)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې له خپلو متحدانو سره په همغږۍ له طالبانو حکومت غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره له هر ډول تعامل مخکې باید د بشري حقونو په اړه نړۍ ته ډاډ ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ډاډ تر لاسه کړي.
نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه هم هوډمنه ده چې له طالب حکومت سره تر هر ډول تعامل وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ډاډمنه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په وار وار طالبان ویلي وو چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او زیاتوي چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33000
قرأ