د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست اعلان کړی چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې یې له خصوصي ادارو سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه څرګندونې د دغه رياست مسوولينو د چنګاښ په ٢٣مه، د حکومت د رسنيو په مرکز کې وکړې.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د عامه او خصوصي سکتور ١٥٢٠ پروژې څېړل شوې، چې له دې جملې څخه ١٤٩٨ پروژو د چاپېريال ساتنې جوازونه ترلاسه کړي دي.
د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، د اقلیم د بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د ۵۸،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰ پروژو د بیا پیلېدو په اړه پرمختګ شوی دی.
افغانستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د چاپېریال له بې ساري بحران سره مخ دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32973