انصار: (د زمری ۲۳ مه)، د جمهوري نظام د پرځیدو له درې کلنۍ سره، د دغه نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې له امریکا سره یې په ۲۰۱۴ کې امنیتي تړون لاسلیک کړی و ، وایي امریکا د یاد شوي تړون له نقض او افغانستان څخه په نامسوولانه وتو خپل نړیوال باور زیانمن کړ.
اتمر په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې دغه امنیتي تړون په افغان سیاستوالو کې یوازې یو مطرح مخالف درلود، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی و
نوموړي د دغه تړون له لاسلیک څخه په دفاع وویل، چې حامد کرزي هم له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له لاسلیک سره د امنیتي تړون د لاسلیک هوکړه کړې وه، خو وروسته یې ورسره مخالفت ښوده.
د ده په وینا، د افغانستان د ټولو مذهبي مشرانو په ګډون اکثریت سیاستوالو د یاد شوي تړون د لاسلیک پر مهال له ده سره ملتیا کوله او د تړون ملاتړي وو.
اتمر په عین حال کې له امریکا څخه د دغه تړون د نقض ګیله وکړه او د طالبانو پر رژیم یې نیوکه وکړه چې د زورواکۍ او سرزورۍ په وسیله یې افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړی، فقر یې اوج ته رسولی او افغانستان ته یې ناورینونه رامنځته کړي.
نوموړي په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان قضیه باید د طالبانو په ګډون د بین الافغاني مذاکراتو او دوحې پروسې له لارې د یوه مشروع نظام په جوړولو سره حل شي.
اتمر د طالبانو پر مخالفانو هم نیوکه وکړه، چې د درېیو کلونو له تېریدو سره یې د افغانستان د ناورین د حل لپاره واحد صف او دریځ نه دی رامنځته کړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32954