زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/08/06 - 06:23:5
زيارة: 259
مشاركة مع الـأصدقاء

په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو
 په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو

انصار: (د زمري ۱۶ مه)، د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وایي چې دغه وزارت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ۴۶ چمتو ښارګوټي لري او په څلور نورو ولایتونو (بامیان، پنجشېر، خوست او غزنی) کې هم ساحې مشخصې شوې او سروې یې روانه ده.

شیخ نعماني زیاته کړه چې دغه وزارت په تېر يوه کال کې د ښاري چارو په برخه کې ۵۷ پلانونه طرحه، ترتيب او منظور کړي دي چې له دې جملې د خوست او پُل علم ښارونو ماسټر پلانونه، د لښکرګاه، غزنی، میدان ښار او اسعد آباد ښارونو عادي پلانونه او همدا رنګه د لوړ شاولي کوټ او کوز شاولي کوټ، لوړ میوند او غورک ولسوالیو تفصیلي پلانونه پکې شامل دي.

د نعماني په وینا، د هېواد په کچه د مسکن او ساختماني چارو په برخه کې پنځه پروژې پیل شوې چې له دې جملې ‏د کابل ښار په دارالامان ساحه کې د نیله باغ ښارګوټي د جوړولو په چارو کې ۲۵ سلنه پرمختګ شوی او پاتې چارې به یې په راتلونکو ۳۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، د ‏تېر کال په بهير کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار کې هم د ۲۰ زره کورنیو لپاره د استوګنې سروې ترسره شوې ده.

شیخ حمدالله نعماني څرګنده کړه چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمولو په موخه، په څلورو برخو (چهار آسیاب او خاکجبار ولسوالیو، استالف او ارغندۍ) کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو لپاره، ټرانسپورت وزارت ته د ځمکې پر انتقال، پلان، طرحې او ساختماني ډیزاین کار روان دی.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ‏په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه د ۳۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه شوې او له ۴۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه شوې ده.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د دغه وزارت د ښاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو په موخه، د ۵۶ ساحو د توپوګرافۍ سروې ترسره شوې؛ د ۳۱۵ ساحو سکېچ او کروکي شوې او د ۹۹ وانیزو پروژو براورد شوی دی.

 د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته په زوره ستانه کړل شوي زرګونه افغانان د نورو ستونزو تر څنګ د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

دوی واکمن چارواکي په دې اړه بې تفاوته ګڼي او وایي ژمنې یې سمبولیکه او غیر عملي بڼه لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32845






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی