انصار: (د زمري۱۲مه)، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، په تېر یو کال کې دوه سوه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د اقتصاد وزارت چارواکي عبداللطیف نظري ملت ته د حکومت د حساب ورکونې د پروګرام په غونډه کې وویل، چې دغه کارګران د دوه زره یو سلو څلور نوي پرمختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې د غیر دولتي او بهرنیو مرستندویه موسسو په مرسته کار کوي.
د اقتصاد وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې دوه زره څلور سوه اوه اویا غیر دولتي او بهرنۍ موسسې فعالیت کوي.
ښاغلي نظري همدا راز زیاته کړه، چې په تېر کال کې یې د ۱۵۹ کورنیو او ۱۴ نویو بهرنیو بنسټونو د ثبت ترڅنګ د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو بنسټونو جوازونه تمدید کړي دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د خصوصي سکټور پياوړتیا د افغانستان له لومړیتوبونو څخه دی. ګڼل کیږي
دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان د بېکارۍ له زیاتوالي شکایت کوي او له طالبانو حکومت څخه یې د کار د زمینې غوښتنه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32787