انصار: (د زمري ۱۱ مه) د بلخ سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي وایي ؛ په پام کې ده چې سږ کال له دغه ولایت څخه تاجکستان ته څه باندې ۱۰۰۰ ټنه د څارویو خواړه صادر شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه بار ۲۵ ټنه وزن لري، چې د څرنګوالي له بهیر اوډاډ وروسته تاجکستان ته ولېږدول شول.
د څارویو خوړو تولیدوونکي شرکت چارواکي محمدافضل افضلي ويلي، چې د څارویو خواړه نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
ویل کیږي، چې د څارويو د خوراکي توکو پر توليد سربېره د غوړيو، کبانو او چرګانو د خوراکي توکو د توليد په برخه کې هم فعاليت لري او له دې مخکې د افغانستان اړوند محصولات د ګاونډ هېوادونو ترڅنګ اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادرکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون طالب چارواکو له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د ورته او نورو صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32768