زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/07/30 - 05:49:2
زيارة: 222
مشاركة مع الـأصدقاء

د امریکا د استازو جرګې د افغان ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کوي
 د امریکا د استازو جرګې د افغان ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره غونډه کوي.

دغه کمېسیون وايي، دا غونډه به د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، یوې افغان اعتراض کوونکې مېرمن وحیدې امیري، د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې غړې میترا مهران او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې د مرستیالې هیدر بار په ګډون د راتلونکې سې شنبې په ورځ، چې د اسد ۹مه ده، جوړه شي.

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیال مشره هیدربار وايي، هغه ښځې چې د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون ته بلل شوي، داسي کسان دي  دي چې د افغان ښځو له وضعیت سره تر ټولو ډېرې نژدې پاتې شوي دي.

هېدر بار ویلي؛ په دې ناسته کې به په دې اړه هم خبرې وکړي، چې د امریکا دولت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ترسره شویو جنایتونو په اړه دغه ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.

د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په وینا، د طالبانو له خوا سخت او غیر انساني محدودیتونو چې له کار څخه د ښځو منع کول او له زده کړو محرومول په کې شامل دي، په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ګډون کولو او پر خصوصي ژوند کې د دوی د کنټرول وړتیا په جدي ډول کمه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دغه بندیزونه او په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو د ژورېدو په ګډون د هغو پراخې پایلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د بشري حقونو د ډېرو ادارو له خوا مستند شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، شاهدان به د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو اوسنی وضعیت بیان کړي او د امریکا کانګرس ته به د اقدام لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32739






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم