انصار: (د زمري ۶ مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې فضل محمد صابر یې په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت لپاره خپل شارژدافیر معرفي کړی.
د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي لیکلي، چې د نوموړي باورلیک د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف لخوا منل شوی.
بلخي د دوی د دیپلومات په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو تر دې مخکې د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو په ګډون زیاتو نورو هېوادونو ته دیپلوماتان معرفي کړي.
له دې سره د طالبانو رژیم تر اوسه د هیڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32693
قرأ